Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ او ضیایف د افغانستان په اړه ټلېفوني خبرې اترې وکړې

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د افغانستان د وضعیت په اړه ټلېفوني خبرې اترې وکړي.

د ازبیکستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د دوه‎ اړخیزو همکاریو پر ځانګړې توګه د سیمې د امنیت د تأمین، په افغانستان کې ټیګاو، له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزې، له افراط‎ پالنې او رادیکالیزم سره د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې په افغانستان کې له اقتصادي ودې او پانګونې ملاتړ، له هغو نورو موضوعګانو وه چې ټرمپ او ضیایف پرې بحث وکړ.

د امریکې او ازبیکستان ولسمشران په داسې حال کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کوي چې په روانې زیږدیزې میاشت کې، ولسمشر غني ازبیکستان ته په خپل سفر کې، له دغه هېواد سره یې د همکارۍ څو پرېکړه لیکونه لاسلیک کړ.

ټرمپ، د سیمې او د ګاونډیو هېوادونو سره د نېکو اړیکو او د اړیکو د پياوړتیا په درشل کې د ازبیکستان له هڅوونکو او جوړونکو بهرنیو سیاستونو چې د هغه په باور، منځنۍ اسیا کې د سولې او ټیګاو ضمانت کوونکي دي ستاینه وکړه.

په همدې ترتیب، په دغو خبرو اترو کې، ښاغلي ټرمپ د هغه څه په اړه چې د ازبیکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا – ازبیکستان د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا بللې، له خپل ازبیک سیال ته یې بلنه ورکړه چې امریکې ته راشي.

دغه خبرې اترې د کرسمس جنش په درشل کې کېږي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دواړه خواوې به د نوي زیږدیز کال مبارکي هم یو بل ته ورکړي.

شریک یي کړئ