یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې هېواد ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ فډرال پولیسو له رئيس، جیمز کامي سره په لیدنه کې ترې غوښتنه کړې وه، تر څو د ملي امنیت پخواني سلاکار، مایکل فلېن په اړه دې څېړنې ودروی.
د جیمز کومي د یادښت پر اساس چې رسنیو ته رسېدلي دي، ټرمپ درې میاشتې مخکې له اف بي ای له رئیس سره چې تېره اوونۍ له دندې څخه ګوښه شو، لیدنه کړې وه، لیکلي دي چې ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې ویلي وو، "هیله ده چې دا مسله خوشې کړې."
دا یادښت د فلېن له استعفا یوه ورځ وروسته لیکل شوی دی.
مخکې له دې هم امریکايي رسنیو ویلي وو چې ټرمپ له روسیې چارواکو سره په لیدنه کې هغوی ته مهم او حساس مالومات ورکړي دی.
خو سپینه ماڼۍ دا ادعاوې ردوی.
د سپينې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي دي:"په داسې حال کې چې ولسمشر په دې برخه کې خپل نظر تکرار کړ چې جنرال فلېن ښه سړی دی او هېواد ته یې خدمت کړی او ترې یې ساتنه کړې ده، ولسمشر له هیچا او یا کومي څخه غوښتنه نه ده کړې چې څېړنې پایته ورسوي، ا و یا د فلين په اړه."
فلین مخکې د روان زیږدیز کال د فبروري په میاشت کې کله چې د روسیط له سفیر سره یې خبرې کړې وې استعفا ته اړ شو.