Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ له پاکستان څخه غواړي چې د سیمې پر امنیت ډېر کار وکړي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، له پاکستان څخه غواړي چې د سیمې د امنیت لپاره ډېر کار وکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلې دي، د پاکستان د حکومت په همکارۍ، د حقاني شبکې له بند نه، د یوۍ امریکایۍ کاناډایۍ کورنۍ ژغورنې، امریکا تر یوه بریده هیله منه، کړې پاکستان په خپله خاروه کې د ترهګرو پر ضد ګام پورته کړي.

دغه کورنۍ په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې په افغانستان کې تښتول شوې وه، او د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ د یوه عملیات په ترڅ کې ازاده شوه.

ټرمپ په دې اړه وویل:« د پاکستان د حکومت همکاري د دې نښه ده، چې دغه هېواد د امریکا هغې غوښتنې ته درناوي کوي، چې په سیمه کې یې د امنیت ټینګښت لپاره د هڅو په برخه کې کړې.»

په ورته وخت کې، د امریکا د دفاع وزیر یو ځل بیا، د حقاني شبکې او پاکستاني ځواکونو د اړیکو نږدېوالي خبره کړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویانده ډانا وایټ په دې اړه وویل:« هو، موږ تاییدو چې لا هم حقاني شبکې د پاکستاني ځواکونو ځېنو کړی سره نېږدې اړیکې لري.»

د پنټاګون د لوی درستیز مدیر جنرال کنیټ مکینزي څرګنده کړه:« د نوې تګلارې یوه مهمه برخه، سیمه ییزه کړنلاره ده چې د دفاع وزیر په دې اړه څو ځل خبرې کړې دي.»

د امریکا د بهرنیو چار وزارت هم ټینګار کوي، چې د امریکا او پاکستان ترینګلې اړیکې به هومره ژر بدولو و نه کړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاند هیټر ناورټ وویل:« موږ داسې پړاوونه وهلي، چې پاکستان سره مو اړیکې پېچلې شوي. دا اړیکې په یو وار نه بدلېږي. خو دا د سمې لارې پر لور یو ګام دی.»

خو دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا بیا وايي:« که د امریکا له لورې لا نور استخباراتي معلومات موږ ته راکړل شي، موږ به د ترهګرو پر ضد ګام پورته کړو.»

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د امنیت شورا د مشر مسوول لیزا کورتیس په مشرۍ د امریکایي لوړپوړو چارو یو پلاوی اسلام اباد ته تللی. او د سفر هدف پاکستان سره د امریکا د اړیکو ښه والی یاد شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دغه امریکایي پلاوي سره له لیدنې وروسته وویل، اسلام اباد او واشنګټن هوکړه کړې، چې افغانستان کې د جګړې په اړه به دواړه اړخیزه اړیکې له سره پیلوي.

شریک یي کړئ