Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ چمتو دی چې له روحاني سره لیده کاته وکړي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي هغه چمتو دی چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیده کاته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (دوشنبې د زمري په ۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره خبرې اترې رد کړې او دا هېواد یې بې اعتماده وباله.

د دوشنبې په ورځ ټرمپ د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر جوزپه کونټه سره په یوې خبري غونډه کې پر هغه څه چې د ایران ورانکاري فعالیتونه بلل کېږي د هغه پر پای یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

له دې سره، هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې له روحاني سره د لیدو په اړه وه وویل:«ما د ایران هوکړه‎لیک پای ته ورسوه، احمقانه هوکړه‎لیک وه. باور لرم چې بالاخره هغوی به وغواړي چې وویني او زه چمتو یم هر وخت چې ووغواړي له هغوی سره وینم. دا کار د ځواک او یا د کمزورتیا له امله نه کوم، بلکې فکر کوم سم کار دی. که‎چېرې واقعاً وکړای شم چې مانا لرونکی کار ترسره کړم، نه دا چې یوازې پاڼې ضایع کړم، زه به د لیدو غوښتونکی وم.»

له بلخوا ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپلې لیدنې چې له شک سره مل وې، ډېرې ګټورې وبللې.

هغه په دې اړه وویل:«پوهېږو چې له ولسمشر کیم سره مو ولیدل چې له نهو میاشتو راهیسې هېڅ توغندی توغول شوی نه دی. موږ خپل بندیان بېرته ترلاسه کړل او ډېر مثبت شیان رامنځته شول. زه په لیدنو کې ډېر ښه یم. البته دروغجنو رسنیو هغه داسې ونه پوښلې؛ خو ما د روسیې له ولسمشر سره ډېره ښه لیدنه لرله. فکر کوم چې دا لیدنه د امنیت او اقتصادي ودې د راتلونکي لپاره ډېره ښه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ مخکې، روحاني ټرمپ ته ګواښ کړی وه چې ایران دې نه ګواښي؛ ځکه چې د هغه په وینا له ایران سره جګړه د ټولو جګړو مور ده.

امریکا موده وړاندې ایران ته ۱۲ شرطونه وړاندې کړل چې له سوریې د ایران بهر کېدل، له ترهګرو ډلو د ایران د ملاتړ پای او اټومي وسلو ته د لاسرسي لپاره د هڅو پای.

شریک یي کړئ