Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټېلرسون تهران یې په یو لړ پارونکو اقداماتو تورن کړ

د رویټرز په حواله،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کوي چې ایران په منځني ختیځ کې د ځینو هېوادونو د بې ثباته کېدو له امله،د شمالي کوریا له برخلیک سره به مخامخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسون د ایران له حکومت څخه غواړي چې په سیمه کې د سوریې،عراق،یمن،لبنان په ګډون د ځينو هېوادونو له بې ثباتۍ څخه ډاډه وکړي له هغې پرته د شمالي کوریا له برخلیک سره به مخامخ شي.

ټېلرسون وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران په وړاندې خپل سیاست بیا څېړي او دغه بیا کتنه نه یوازې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې اټومي هوکړه لیک په ځان کې رانغاړي،بلکې په سیمه کې د ایران چلند چې په سوریې،عراق،یمن او لبنان کې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ کوي هم شاملېږي.

ټېلرسون وویل:«دغه هوکړه لیک د تېرې تګلارې په څېر ناکام دی چې موږ یې نن د شمالي کوریا له ګواښ سره مخ کړي یوو.»

د ټېلرسوه په وینا د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د بیاکتنې حکم یې د دې لپاره صادر کړی چې څرګنده شي ایا د بندیزونو ځنډېدل د امریکا د ګټو لپاره حیاتي دي که نه.

تېلرسون خبریالانو ته وویل:«د ټرمپ اداره دم‎کړۍ د ایران په وړاندې د امریکا سیاست څېړي.نن زه غواړم ایران ته ووایم چې د دغه هېواد کړنه پارونکې ده او په ډېریو هېوادونو کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي لامل شوی دی.ایران په نړۍ کې د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی هېواد دی او همدارنګه په سوریې،عراق،یمن او لبنان کې د جګړې د تشدد او د امریکا د ګټو په خطر کې اچوونکی دی.ایران د اسرائیلو پر ضد بریدونو ملاتړی دی.»

هغه زیاته کړه:«که‎چېرې ایران کنټرول نه‎شي،دغه هېواد به د شمالي کوریا لاره به کچ کړي.د ایران په وړاندې یوه جامع سیاست ته اړتیا ده ترڅو وکړای شو د دغه هېواد ټول ګواښونه لیرې او څرګنده ده چې د دغو ګواښونو شمېر زیات دی.»

ټېلرسون څرګندوي چې ایران د سیمې د بې‎ثباتۍ لپاره ډېر وخت او پانګه لګوي او په دغې بې ثباتۍ کې قصدي وژنې،د ډله‎ییزې وژنې لپاره د وسلې چمتووالی او د اورپکو مېشت کول دي چې سیمه یې بې ثباته کړې ده.

هغه په ډاګه وویل:«شواهد ښيي چې د ایران احتیاطي اقدامات،امریکا،سیمه او نړۍ ګواښي.د ټرمپ اداره دم‎ګړۍ د ایران په اړه په خپل سیاست بیاکتنه کوي.کله چې دغه بیا کتنه بشپړه شي،موږ هغه ګواښونه چې د دغه هېواد له خوا موږ او سیمې ته متوجه دي له منځه یوسو.»

شریک یي کړئ