د فرانسې پولیس وايی چې پاریس ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې څو تنه ټپيان شوي دي.
د پولیسو په وینا، دغه چاودنه د پاریس ښار په یوې نانوایۍ کې شوې ده.
د دغې چاودنې لامل په دغې نانوایۍ کې د غازو خپرېدو له امله بلل شوې ده.
رسنۍ رپوټ ورکوي چې مرستندویه ځواکونه د پېښې سیمې ته رسېدلي دي. او ویل کېږي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
دا چاودنه په داسې حال کېږي چې پاریس د دولت ضد اعتراضونو له امله، تر سختو امنیتي تابیاوو لاندې دی.