پاکستاني طالبانو نور ولي محسود د پخواني مشر، ملا فضلالله پر ځای د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
دې ډلې د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې مشر یې وژل شوی او پر ځای یې بل مشر ټاکي.
د افغانستان حکومت وايي چې د پاکستاني طالبانو مشر، ملا فضلالله د بېپیلوټه الوتکو په برید کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.
نوی ټاکل شوی مشر یې ۴۰ کاله عمر لري او پخواني مشر، بیتالله محسود مرستیال وه.
ویل کېږي چې نور ولي محسود د پاکستان د لومړۍ وزیرې، بېنظیر بوټو په وژنه کې لاس درلود او ترڅنګ یې تېرو کلونو کې افغانستان کې هم د طالبانو سره یوځای جګړه کړې ده.