د سعودي عربستان ولیعهد محمدبن سلمان د یکشنبې په پر ماښام (د سلواغې په ۲۹ مه نېټه) پاکستان ته ورسېد.
محمدبن سلطان د پاکستان د حکومت ځانګړی میلمه دی او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله د لومړي وزارت تر دفتره د هغه د سپرلۍ د موټر ډریوري وکړه.
د سعودي عربستان ولیعهد، پاکستان په راتلوونکي کې یو مهم هېواد ګڼي او وايي چې عربستان غواړي له پاکستان سره، لوی پرمختګونه ترلاسه کړي.
محمد بن سلمان د پاکستان غوښتنې له منلو سره حکم کړی چې څه باندې ۲ زره پاکستاني بندیان دې د عربستان له بندونو ازاد کړل شي.
د دواړو هېوادونو چارواکو د تېلو او ګازو او کانونو د ایستلو، صنعت، ګرځندوي، تخنیکي همکاریو او ځینو نورو برخو کې د شل مېلیارد ډالرو په ارزښت یو لړ موافقې لاسلیک کړې.
محمد بن سلمان په دې اړه وویل:« موږ باور لرو چې پاکستان کولای شي په راتلونکي کې ډېر مهم هېواد وي او تاسو غواړئ ډاډمن شئ چې موږ یې یوه برخه یوو.»
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم څرګنده کړه:«سعودي عربستان تل داسې دوست دی چې پاکستان ورته اړتیا لري، له همدې امله ورته ارزښت قایل یوو.»
په دې لړ کې په بهرنیو چارو کې د عربستان د دولت وزیر په ایران کې د تېرې اوونۍ د ځانمرګي له امله د دې هېواد لخوا پر عربستان پر تور لګولو نيوکه کوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الحبیر په دې اړه زیاته کړه:« د حیرانتیا وړ ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نه زما په تعریف بلکې د نړۍ په تعریف د ترهګرۍ لوی ملاتړی دی، هڅه کوي په خپله هېواد کې د ستونزو په هکله نور ملامت کړي.»
د سعودي عربستان ولیعد محمد بن سلمان د څلور ورځني سفر لپاره سیمې ته سفر کړی او ټاکل شوې له پاکستان وروسته هند ته ولاړ شي.