Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د ایران سفیر احضار کړ

 له ایران سره د پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د پاکستان د ځينو سرتېرو د وژل او ټپي کېدو له امله اسلام اباد د ایران سفیر احضار کړ.

د جمعې په شپه«واکي»کې چې له ایران سره په ګډه پوله پرته سیمه ده، د چاودنې له امله د پاکستان شپږ پوله ساتي ځواکونه ووژل شول.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د دغو ځواکونو د لېږد موټر د واټ ‎ته‎څېرمه پر یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر شو او وروسته پر دغو ځواکونو وسله‎وال برید هم وشو.

پاکستاني چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې، څلور بریدګر هم وژل شوي دی.

که‎څه هم هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ایرانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د دغه برید د مسوولې ډلې پر وړانډې اقدام وکړي.

کابو یوه میاشت مخکې، د «جیش العدل»په نامه یوې ډلې د پاکستان په پوله د ایران ۱۴ پوله ساتي ځواکونه وتښتول چې د ایران اعتراض یې له ځان سره لره.

پاکستان د ایران سفیر احضار کړ

پاکستاني چارواکو د دې پخلی کړی چې د ایران له پولې سره نږدې د بلواګرو په یوه برید کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ