Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د نړیوالو فشارونو له کبله د ترهګرو ځپل پیل کړل

پاکستاني چارواکو تېره ورځ(سې‎شنبې د کب په ۱۴مه نېټه) وویل چې پوځیانو یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې د شاملو کسانو په ګډون ۴۴ ترهګر نیولي دي.

د چارواکو په وینا په نیول شویو کسانو کې د جیش محمد د مشرۍ پلاوي غړي هم شامل دي، دا ډله په  کشمیر کې د تېرې میاشتې بم اېښودنه کې ښکېله وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې له ترهګرو سره د دوی د مبارزې چټکول د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې د شاملو ترهګرو پر وړاندې اقدام دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د ترهګرو نیول له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوی اوږمهاله پلان دی، نه د پاکستان پر وړاندې د هند د غصې په وړاندې غبرګون. هند تل پاکستان له ترهګرو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

پاکستان په داسې حال کې په خپله خاوره کې ترهګر په نښه کوي چې اسلام آباد پر هند د بریدکوونکو ترهګرو ډلو د منځه وړو لپاره ترفشارونو لاندې دی.

په همدې حال کې جیش محمد ډلې تېره میاشت په هندي کشمیر کې د بمي بریدونو پړه پر غاړه واخیسته. په دې بریدونو کې کابو څلویښت تنه هندي پولیس ووژل شول.

له دې بمي بریدونو وروسته هند د پاکستان په خاوره کې هوايي بریدونه وکړل او د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا خړې شوې چې د پاکستان لخواد  هندي نیول شوي پیلوټ تر خوشې کېدو وروسته دا اړیکې سړې شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي امنیتي ځواکونو یې په دې هېواد کې یې څلور څلویښت ترهګر نیولي دي

شریک یي کړئ