Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د پښتنو د لاریون دوام او د هغوی د غوښتنو نه پوره کېدل

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د یوه ځوان له وژل کېدو وروسته، کابو له ۱۰ ورځو راهیسې د پښتون قوم په زرګونه تنو په لاریون لاس پورې کړ او دغه لاریون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.

دغه لاریون کوونکي له د پاکستان له حکومته عدالت غواړي او د هغوی په وینا، د هغوی بله غوښتنه پر هغوی د ظلم پای ته رسول دي.

د تېرې اوونۍ په لړ کې، ځينو ویناوالو له احساساتو، شور او زوږ سره له هغه ظلم یادونه کوي چې پر هغوی شوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

نقیب الله محسود چې د کراچۍ د پولیسو له خوا ووژل شو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکې په تور تورن وه. خو د یوې څېړنې په پایله کې د دغه تور په اړه هېڅ ډول شواهد پیدا نه کړل.

دا کار د دغه لاریون پيلامه وه چې له شمالي وزیرستان څخه پیل شو او تر اسلام اباد یې دوام وکړ.

دغه اعتراضونه د پاکستاني رسنیو له خوا په تیته توګه پوښښ شوي دي.

د ډيپلوماټ خبري اژانس په یوې مقاله کې چې نن پنجشنبې خپره شوې د اعتراض کوونکو غوښتنې داسې بیانوي:

د نقیب الله محسود لپاره ژر ترژره د عدالت تأمین، د هغه پولیس نیول او په سزا رسول چې هغه یې تښتولی او وژلی دی.

له وزیرستان او نورو قبایلي سیمو څخه د ټولو ماینونو لیرې کول، د ټولو هغو کسانو ازادول چې له قبایلي سیمو څخه نیول شوي او د پاکستان د امنیتي بنسټونو په بندخونو کې دي.

د ټولو هغو امنیتي تم‎ځایونو لیرې کول چې ښار او کلي ته د تګ پر مهال د قبایلي سیمو اوسېدونکي تلاشي کوي.

او د امنیت د تأمین تر نامه لاندې د سیمه‎ییزو خلکو د شپې پر تګ د بندیز لیرې کول.

افغانستان ټایمز په یوه رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ خپرو شوی لیکلي چې ځينې فعالان او افغان چارواکو په پاکستان کې د پښتنو له اعتراضونو ملاتړ کړی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې د سولې د عالي شورا اجرايي رییس او د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک وايي چې دغه اعتراض په سیمه کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره ډېر مهم دي.

په واشنګټن کې یو افغان ډیپلوماټ هارون حکیمي، په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د لسګونه مېلیونه پښتنو راويښول د تاوتریخوالي د کمزوري کولو او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د سولې د ټینګښت لپاره ډېر مهم دی نړۍ باید له دغه اقدام څخه ملاتړ وکړي.»

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح هم په دې اړه ځينې خبرې لري.

هغه په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي:«هېڅ دولت او هېڅ ملت، دننه په کور کې او یا د نورو لپاره له نه پای ته رسېدونکې جګړې ګټه نه ده وړې. خو د پاکستان دولت ځان یې له دغې مقولې مستثنا او بهر لیده. د پښتنو عدالت غوښتونکی پاڅون د پاکستان د دولت ملت په توګه عقیده له سوال سره مخامخ کړې ده.»

هغه کاږي:« په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له تأسیس څخه وروسته د پاکستان پوځي استخباراتي نظام (یا په بل عبارت ژور او ځمکتل دولت) تل هڅه کړې چې د مذهب او دین تر نامه لاندې د پوښتنو ناسیونالیزم چې له رواني لیده ځان مالک او مشر بولي کمزوری، شنډ او حتا حذف کړی دی.»

شریک یي کړئ