Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې دتوپیري چلند او ظلم په اړه اعتراضونه

د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوې غونډه کې زرګونه تنه پښتانه راټول شوي څو د هغه څه پر وړاندې اعتراض وکړي چې په پاکستان کې یې د پښتنو پر وړاندې توپيري چلند او ظلم بولي.

دغو معترضانو د پاکستان پر حکومت او طالبانو توندې نیوکې وکړې او وې ویل چې د پاکستان حکومت، پوځ ای اېس ای او پاکستاني طالبانو په ګډه په دې سیمه کې د تندلارۍ د پراخولو هڅې کړې دي.

دغه معترضان وایي چې په وروستیو لسو کلونو کې د پاکستان له پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو څخه نژدې دیرش زره کسان تري تم شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ او ای اېس ای د دغو کسانو د تښتولو مسوول ګڼي.

د پښتنو د حقونو یو فعال محسن داوړ په دې اړه وویل:«دا عتراض د ترهګرۍ پر ضد روان دی او زنځیره‎يي وژنې روانې دي خلک په خپلو کورونو کې وژل کېږي. که‎چېرې دوی جوړ کړی وي، اوس خو عمران خان هم ومنله چې دوی جوړ کړی، دوی دې لاهور او نورو ځایو ته بوځي (پوځيان) زموږ له وزیرستانه دې وباسي، بله دا چې په افغانستان کې روان مذاکرات دې د افغانستان د ولس په خوښه ترسره شي. نه د امریکې، پاکستان او ای اېس ای په خوښه.»

اخوا په پاکستان کې یو شمېر هزاره وګړي د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره په کوټه کې راټول شوي دي څو په پاکستان کې د هزاروو پرضد د تاوتریخوالي پر وړاندې اعتراض وکړي.

 یو تن معترض څرګندوي:«تر کله موږ په یوازې سر دخپلو ماشومانو ساتنه وکړو ؟ دا ظلم به تر کله روان وي »

 د پاکستان په کراچۍ کې د شیعه علماوو منشي مبشر حسن په دې اړه وايي:«پوهېږو چې دا د پاکستان د حکومت مسوولیت دی چې د پاکستان د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.حکومت باید دغه وژونکي او ترهګر د هغوی د بدو کړنو له امله مجازات کړي.»

د پاکستان هزاره وګړو تر هغه وروسته په اعتراض لاس پورې کړ چې د جمعه پر ورځ د بلوچستان ایالت په کوېټي ښار د هزار ګنجي په سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې شل تنه ووژل شول او نژدې پنځوس تنه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ