پاکستان کې د ځانمرګي برید په پایله کې د دې هېواد د عوامي ملي ګوند د یوه مشر په ګډون ۱۲ کسان وژل.
په دې پېښه کې له دېرشو ډېر کسان ټپيان دي.
ځانمرګی برید د پېښور ښار په شمال لویدیځ کې د عوامي ملي ګوند د ناستې پر مهال شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې پارلماني ټاکنو ته د نوماندانو په ناستو کې د ترهګریزو بریدونو له ګواښ څخه خبر داری ورکړ.
د دې برید مسوؤلیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.