Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې ځانمرګي او وسله وال برید اووه تنه ووژل

د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت دېره اسماعیل خان سیمه کې نن (یکشنبې د چنګاښ په ۳۰مه) یوه وسله‎وال او ځانمرګي برید اووه تنه وژلي او کابو ۳۰ تنه نور ټپيان کړي دي.

لومړی د پولیسو پر پوستې وسله‎وال برید وشو او له هغې وروسته کله چې قربانیان روغتون ته لېږدول کېدل، یوه ځانمرګي بریدګر، قربانیان یې دننه په روغتون کې په نښته کړل. 

د خیبر پوښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې ځانمرګی بریدګر یوه مېرمن وه او د دغو بریدونو وژل شوي درې ولسي وګړي او څلور تنه پولیس دي.

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی خو د یوې ښځې له لوري د دغه برید ترسره کېدل ردوي.

بلخوا د هند کشمیر اوسېدونکي، پاکستان د دوی پر کلیو د توغندویو په توغولو تورن وي.

هند او پاکستان تراوسه دوه ځله د کشمیر پر سر، سره ښکېل شوي او کابو پنځه میاشتې مخکې هم په کشمیر کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې د څه باندې ۴۰ هندي سرتېرو ژوند واخیست، نږدې وو چې دواړه هېوادونه یوه بله جګړه پیل کړي. هر ځل دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورن وي.

شریک یي کړئ