Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې ځانمرګي برید ۱۲۸ کسان ووژل

د پاکستان د بلوچستان ایالت کې په یوه ناسته کې تېره ورځ جمعه( د جنګاښ۲۲مه) ځانمرګی برید ترسره شو او په پایله کې یې ۱۲۸ کسان ووژل شول.

دا ناسته د بلوجستان په مستونګ سیمه کې وه او د چاودنې په پایله کې څه باندې یو نیم سل ټپيان شوي دي.

دا برید پاکستان کې په وروستي کال کې لوی برید بلل کېږي او همداراز تېره  اوونۍ کې پر ټاکنیزو ناندرو ناستو درېیم برید دی چې ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان ټاکنې د روانې زیږدیزې میاشتې جولای په ۲۵مه ترسره شي.

د داعش ډلې د دې برید مسوؤلیت منلی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې ځانمرګي بریدګر د "نواب زاده سراج رئیساني" د ټاکنیزې غونډې په ترځ کې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او په وژل شویو کسانو کې سراج رئیساني هم شامل دی.

د راپورونو له مخې، ځانمرګي بریدګر چاودیدونکو ته د سیاستوالو منځ کې چاودنه ورکړې ده او په دې برید کې د بلوچستان ایالت د یو شمېر چارواکو د ټپي کیدو خبر هم تایید شوی دی‎. 

یاده پيښه بیا د دوه زره او څوارلسم کال له برید وروسته چې د پيښور ښار په یوه ښوونځي کې وشو او له سلو زیات کسان پکې ووژل شول خونړی برید بلل کیږي.

پاکستان کې د ټاکنیزو ناندرو باندې د بریدونو زیاتوالی پاکستان ته د دې هېواد پخواني لومړي وزیر، نواز شریف تر راتګ وروسته پیل شوی. نوموړی د جولای په شپږمه په غیابي ډول د پاکستان محکمې لخوا پر ۱۰ کابله بند محکوم شو.

د بلوجستان کورني وزیر، آقاعمر بانګل‎زي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په برید کې ۱۲۸ کسان وژل شوي او کابو ۱۵۰ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم داعش ډلې پاکستان کې پر یوه زیارت د برید مسوؤلیت منلی وه چې په پآیله کې یې ۸۳ تنه وژل شوي وو او ۱۵۰ نور ټپيان وو.

پاکستان کې ځانمرګي برید ۱۲۸ کسان ووژل

پاکستان کې سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په دې ناسته کې کابو زرو کسانو ګډون کړی وه چې په کې چاودنه وشوه

شریک یي کړئ