شاهد عزیز د پاکستان د پوځي متقاعد جنرال چې د دې هې،اد د پوځي عملیاتو عمومي رييس او د ملي حساب ورکوَنې د ادارې د ريیس په توګه کار کړی وه، څه موده مخکې افغانستان کې وژل شوی دی.
پاکساني رسنۍ(پاکستان ټوډې) د خبر له مخې د شاهد عزیز زوی د خپل پلار وژنه په افغانستان کې رد کړې ده، خو نه دي یې ویلي چې چېرې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، عزیز غوښتل د هغه څه چې د امریکايي سرتېرو په ګټه یې ترسره کړي وو، جبران کړي او له همدې کبله په افغانستان کې وه، چېرې چې ووژل شو.
د راپور له مخې د پاکستان پخواني پوځي مشر، جنرال پروېز مشرف په وروستیو کې ویلي و چې شاهد عزیز اوږده ږیره پرې ایښې او د سوریې جګړې ته تللی و خو هلته وژل شوی دی.
ښاغلي عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې خدمت کړی وه او په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې تقاعد شوی وه. د رسنیو د راپور له مخې نوموړي لاهور کې د پوځ د قول اردو درستیزوال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
نوموړی وروسته له دې چې متقاعد شو په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د پاکستان د پخواني ولسمشر، پروېز مشرف له لوري د فساد ضد ادارې ريیس وټاکل شو.
عزیز وروسته له دوو کلونو د اخلاقي اوصول له مخې استعفاء ورکړه، له ده غوښتل شوي وو چې د پرویز مشر او زرداري سولې ملي تصویب هوکړې مخکې د بېنظیر بوټو دوسیې وتړلي.
شاهد عزیز د «یه خاموشی كاها تک» یا( دا چوپتیا در کومه) تر عنوان لاندې کتاب هم لیکلی وه چې په کې یې حیرانوونکې مسایل راسپړلي وو او ترڅنګ یې د «کرګل جګړې» په اړه هم خبرې کړې وې.