د پاکستان حکومت د نوازشریف مسلملیګ ګوند یو شمېر مشران د ترهګرۍ په تور تر څار لاندې نیولي دي. دا تورونه ځکه لګول شوي دي چې روانې زیږدیزې میاشتې جولای په ۱۳مه کله چې نواز شریف پاکستان ته راغی، یوه لویه ناسته ترسره شوې وه.
د نواز شریف راتګ پر ورځ د پاکستان حکومت د ناستې ترسره کولو منع کړي وو. پاکستاني ګوندونه وايي چې پر مسلم لیګ د ترهګرۍ تورونه د دې ګوند د نوم بدولو په موخه لګول شوي دي.
په همدې حال کې سیاسي ګوندونه د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان تحریک انصاف ګوند په پلوی تورنوي او وايي چې دوی غواړي نور ګوندونه له سیاسي ډګر څخه وباسي.
پاکستان کې د پنځو ګوندونو ائتلاف غړي او پلویانو په یوه ناسته کې د عمل متحد مجلس مرستیال، سراجالحق وايي:«رایې به هغه مهال ارزښت ولري چې شریعت، اساسي قانون، ښځې، ماشومانو او اسلام ته درناوی وشي. خو په داسې هېواد کې چې اسلامي نظام، قرآني عدل ته درناوی ونشي نو د خلکو رایو ته به هم درناوی ونه شي.»
د پاکستان پنځو ګوندونو ائتلاف په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې رامنځته شو او دوی غواړي چې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان نورو ایالاتونو کې څوکۍ خپلې کړي.
د پاکستان ټاکنې د روانې زیږدیز جولای میاشتې په ۲۵مه ترسره کېږي.