Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ایران د امریکايي بندیزونو دویم پړاو پیل شو

له ایران سره د امریکا متحده ایالتونو د اټومي تړون له لغوې شپږ میاشتې وروسته دې هېواد پر ایران تازه بندیزونه ولګول.

امریکامتحده ایالتونو په لومړي پړاو کې پر ایران د پیسو د تبادلې، سرو زرو او موټرو د صنعت اړوند بندیزونه و خو تازه يو څه وړاندې تللی دی.

په دویم پړاو کې پر ایران د بیمه خدمتونو، بانکي راکړې ورکړې او نفتو په برخه کې بندیزونه دي، چې د نوومبر میاشتې له پنځمې ورځې سره هم‌مهاله پیل شول. 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا «ډېر سخت» بندیزونه یاد کړي او پر پلي کېدلو يې ټينګار کړی دی. 

د ایران غبرګون

د دې بندیزونو له پیل څو ساعته وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، دا بندیزونه به ونړوی او په وینا يې نفت به وپلوري. 

ښاغلي روحاني پر ایران تلویزن د وینا پر مهال وویل: «امریکا غواړي چې د ایران د نفتو پلور صفر ته ورسوي...خو موږ به يې خرڅولو ته دوام ورکړو، چې بندیزونه له منځه یوسو.»

هغه زیاته کړه: «نن دښمن [د امریکا متحده ایالات] زموږ اقتصاد هدف ګرځولی... د بندیزونو اصلي هدف زموږ خلک دي.»

امریکا له ایران سره د کړي اټومي تړون له هوکړې د روان کال په می میاشت کې ووته او په اګسټ میاشت کې يې لومړني بندیزونه ولګول.

ایران له امریکا سره درې کاله وړاندې په ۲۰۱۵ز کال له امریکا متحده ایالتونو سره اټومي هوکړه لاسلیک کړه. 

ایران له چین، شمالي کوریا، جاپان او ترکيې سره د نفتو د پلور اړیکې درلودې چې له ایران څخه د اتو لویو واردوونکو هېوادونو له ډلې بلل کېږي چې د لنډ وخت لپاره له ایران څخه نفت ورادولی شي. 

شریک یي کړئ