Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په برازیل کې په وحشتناکه توګه د زندانیانو قتل عام

برازیل په یوه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د جمعې په ورځ د زندانیانو د وحشتناکه قتل عام شاهد وو.

د برایزیل په شمال کې په یوه زندان کې یو شمېر بندیانو،ځینې نورو بندیانو سرونه پرې او ټوټې کړي چې په پایله کې ۳۱ تنه وژل شوي دي.

د برازیل چارواکو ویلي چې د ځينو بندیانو سرونه پرې شي او یا هم ټوټې ټوټې شوي دي.

د برازیل دولت وویل چې اوس په زندان کې اوضاع تر کنټرول لاندې ده.

د دغه ایالت د عدلیې وزیر اوزیل کاسټرو وویل چې د نشه‎يي توکو د قاچاقچي ډلو ترمنځ جګړه،د نن ورځې د بلوا او وژنې لامل شوه.

هغه وویل:«هېڅ ډزې نه دي شوي،قربانیان په تېرو او غوڅونکو توکو سره وژل شوي دي.»

وروستۍ لانجه د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د پلازمېنې آمازوناس، د مانائوس په زندان کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې د یوې ډلې غړو د ۱۷ ساعته جګړې په پایله کې ۵۶ تنه ووژل.

یوه چارواکي وویل چې د جمعې په ورځ په زندان کې جګړې یو ساعت دوام وکړ.

چارواکو وویل چې د جمعې ورځې ډېری قربانیان په لاس جوړو شویو چړو سره وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د نشه‎يي توکو د قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ نښته له هغې وروسته رامنځته شوه چې د هغوی ترمنځ اوربند پای ته ورسېد.

له دې وړاندې په اوکټوبر میاشت کې د برازیل یو ستر زندان د داشان پېښې شاهد وو چې په پایله کې د نشه‎يي توکو د دوو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ د نښتې په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شول.

اوس‎مهال په دغه شمالي زندان کې ۱۴۰۰ تنه چې د وړتیا دوه برابره یې دي زنداني دي.

شریک یي کړئ