Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د خلکو برید

په عربستان کې د شیعه مذهبي مشر شیخ نمر د اعدام په غبرګون کې، په تهران کې یو شمېر معترضو د سعودي عربستان د سفارت پر ودانۍ برید وکړ او دغې ودانۍ ته ننوتل او هغې ته یې زیان ورسوه.

له هغې وروسته کله چې د شنبې پر ورځ شیخ نمر اعدام شو؛ایراني چارواکو دغه کار ته توند غبرګونونه وښودل،تر هغه ځایه چې د ایران مذهبي مشر خامنه‎يي ویلي دي چې الهي غچ به د سعودي سیاستوالو ګریبان ونیسي.

په همدې حال کې یو شمېر اعتراض کوونکو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې پر قنسولګرۍ د اور غورځونکو پر اچولو سره دغو ودانیو ته ډېر مالي زیان وراړولی دی.

د سعودي ۵۶ کلن شیخ نمر له یوې لسیزې څخه زیات د ایران په قم ښار کې د الهیاتو په برخه کې زده کړې کړې وې او د ولي فقیه نظریې سره موافق وو.هغه په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د سعودي عربستان د دولت پر ضد د لاریونونو یو له راپارونکې څېره وه.

د عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه روحاني له ۴۶ تنو سني او شیعیه تنو سره له القاعدې سره د همکارۍ په تور اعدام شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري په دې اړه وویل: "د عربستان دولت ترهګریز غورځنګونه او له افراط پالو څخه ملاتړ کوي،خو په مقابل کې کورنۍ نقد کوونکي ځپي او اعدام وي".

په همدې حال کې د عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایراني چارواکو د ویناو په غبرګونو کې هغه یې غیر مسؤولانه وبللې او زیاته یې کړه چې ریاض د تهران استازی احضار کړی دی.

په تهران او مشهد کې شاهدانو ویلي دي چې اور د عربستان سفارت ودانۍ ته زیان رسولی دی او په ټولو ځایونو کې پولیس لیدل کېږي او لاریون کوونکي یې خواره کړي دي او د هغوی یو شمېر یې نیولي دي".

له بلخوا د تهران پولیس وايي چې یو شمېر خپل سري کسان د سعودي عربستان ودانۍ ته ننوتي وو،خو هغوی نیول شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه د دې ښودنه کوي چې یرغلګر د سعودي سفارت ودانۍ ته د ننوځي.

په ایران کې په یوې خبري وېب پاڼه کې په یوه مفصل رپوټ کې د دغې پېښې جزئیاتو ته کتنه کړې ده او هغه یې د پولیسو له کنټرول څخه بهر بللې ده.

په عربستان کې د شیعه مذهبي مشر شیخ نمر د اعدام په غبرګون کې، په تهران کې یو شمېر معترضو د سعودي عر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه