Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په عراق کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې

د عراق پارلماني ټاکنې چې د داعش له ماتې وروسته، د دغه هېواد د ټیکاو لپاره ډېرې مهمې ګڼل شوې وې، د شنبې په ورځ په ټول عراق کې ترسره شوې.

په دغو ټاکنو کې، کابو ۷۰ زره تنو د ولسي جرګې د ۳۲۹ څوکیو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

له دې ټولو سره، د رایه ورکوونکو شمېر د دغه هېواد د تېرو ټاکنو په پرتله کم ښودل شوی دی.

خو، ظاهراً خلک د دغو ټاکنو د ترسراوي له طریقې چې له ټکنالوژۍ څخه په استفادې ترسره شوي خوښ او راضي دي.

د بغداد اوسېدونکې ام زینب په دې اړه وویل:«ښه احساس لرم؛ ځکه چې رایه ورکول چټک او اسانه وو.»

په موصل کې چې دویم ستر ښار دی او له داعش سره د نښتې په لړ کې ډېر ویجاړ شوی، حتا بې ځایه شوي کسان له لیرې پرتو سیمو څخه راغلي او هیله لري چې د رایې ورکول به یې راتلونکی ښه کړي.

د موصل اوسېدونکی نجیم عبدالله وايي:«وضعیت ښه نه دی؛ تنخواه نه‎لرو او زموږ اقتصاد ډېر خراب دی. له همدې امله راغلي یوو چې رایه ورکړو. هغه کسان چې اوس په واک کې دي، غله او وژونکي دي.»

خو په ټولیزه توګه، د عراق په ټاکنو کې د خلکو ګډون د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د ټاکنو په پرتله کم ښودل شوی دی.

یو ستر شمېر خلک د رایې ورکړې ته لېوالتیا نه‎لري.

د بغداد اوسېدونکې جمیکه څرګنده وي:«ما په تېرو ټاکنو کې رایه ورکړې وه او اوس پښېمانه یم. په خپلې یوې ژمنې یې هم عمل ونه کړه.»

د بغداد بل اوسېدونکی احمد هم په ډاګه وايي:«فکر نه کوم چې دا نوماندان دې وکړای شي بدلون راوړای شي. یوازې تبلیغات کوي او که‎چېرې ګټونکي شي، هېڅ بدلون راوستی نه‎شي. ټول یې د تېرو ټاکنو نوماندان دي.»

د عراق پارلماني ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دغه هېواد داعش ته ماتې ورکړې؛ خو اوس د ښارونو د بیارغونې لپاره د بودیجې له کموالي سره مخ دی چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

په عراق کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې

دا په عراق کې لومړنۍ پارلماني ټاکنې دي چې په دغه هېواد کې د داعش له ماتې وروسته ترسره کېږي. په دغو ټاکنو کې، کابو ۷۰ زره تنو د ولسي جرګې د ۳۲۹ څوکیو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

شریک یي کړئ