Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لاهور کې د چاودنې په ترڅ کې ۷ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي

پاکستاني چارواکو نن پنجشنبې (د کب په ۵ مه)وویل چې دغه چاودنه د لاهور ښار د اډي اېچ اې بلاک په سیمه کې چې د پنجاب یوه له امنیتي برخو څخه ده پېښه شوې ده.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې د دغې پېښې ټپيان د درمنلې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغو چارواکو په دغې پېښه کې د ۴ موټرو او ۱۲ موټرسایکلو د ویجاړېدو خبر هم ورکړی.

تراوسه د چاودنې ډول او موخه روښانه نه ده او پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د پېښې له سیمې څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې دغې چاودنې نېږدو ودانیو ته ډېر زیانونه رسولي دي.

د پاکستان بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه د لاهور او پېښور ښارونه په دې وروستیو کې د څو چاودونو شاهد وو.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې د دغې پېښې ټپيان د درمنلې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي او دغو چارواکو په دغې پېښه کې د ۴ موټرو او ۱۲ موټرسایکلو د ویجاړېدو خبر هم ورکړی.

شریک یي کړئ