Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پاکستان کې د ټاکنو د ژر ترسره کېدو احمتال

په داسې حال کې چې د پاکستان وګړي په بې صبرۍ سره د پاناما د سندونو په اړه د محکمې د حکومت په تمه دي،پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ  مسلم لیګ حزب نن چهارشنبې(د وري په ۲۰ مه)اعلان وکړ چې د محکمې له خوا په مالي فساد کې د ښاغلي شریف د تورنېدو په صورت کې،په دغه هېواد کې د ټاکنو ژر تر ژره ترسره کېدو اعلان به له امکان څخه لیرې نه وي.

په همدې حال کې پاکستان خبري شبکه ډان نیوز د مسلم لیګ ګوند د یوه چارواکي له خولې لیکي چې په هېواد کې د ټاکنو د ژر ترسره کېدل به له امکان څخه بهر نه‎وي.

دغه چارواکي د نوم له اخیستو پرته ډان نیوز ته ویلي:«د روان کال په جریان کې د ټاکنو ژر تر ژره د ترسره کېدو په اړه د ګوند د مشرۍ له خوا تر بحث لاندې دی او دا پرېکړه په داسې حال کې به عملي شي چې د محکمې پرېکړه به د هېواد لومړی وزیر نواز شریف تورن کړي.»

د ډان نیوز د رپوټ پر بنسټ،د مسلم لیګ ګوند دغه چارواکي همدارنګه ټینګار کړی چې دغه ګوند پر دوه مهمو ټاکنو پاملرنه کړې چې دغه دوه ټاکنې د انتخاباتو ژر تر ژره ترسره کېدل او له اوضاع څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مخنیوی.د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ باور لري چې دغه ګوند کولای شي د ژر تر ژره ټاکنو د ترسره کېدو په صورت کې خپل اوسنۍ دریځ وساتي.

له بلخوا یو شمېر رپوټونه هم شته چې مسلم لیګ ګوند یو برخه د ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدو سره مخالف دي.  

ډان نیوز د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې لیکلي دي:«موږ باید خپله شاو خوا بشپړه کړو البته هغه هم له دې څخه پرته چې محکمه څه حکم صادروي. حزب باید د لومړي وزیر د ځای ناستي په اړه کار وکړي نه د ټاکنو د ژر ترسره کېدو پر سر او دا یوه مثبته ټاکنه ده.»

له دې ټولو سره سره د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف دغه ټول تورونه ردوي.

بلخوا بیا رویټرز له پاکستان څخه رپوټ ورکړی چې شونې ده چې ستره محکمه نواز شریف له دغو تورونو څخه برائت ورکړي او یا هم د ډېرو څېړنو په موخه یو نوی قضايي کمېسیون وګماري.

په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني یې هم له داشان تورونو څخه ورته برائت ورکړی وه.

د روڼتیا د نړیوالۍ ډلې د رپوټ پر بنسټ په نړۍ کې د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو له ډلې پاکستان په ۱۱۶ مقام کې ځای لري.

شریک یي کړئ