Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پېښور کې پر یوه روزنیز مرکز د برید په پایله کې ۹ تنه وژل شوي

نن ګهیځ چادري کړیو بریدګرو د پاکستان په پېښور ښار کې پر یوه روزنیز مرکز برید کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او کابو ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د رسنیو رپوټونه ښيي چې د وژل شويو په ډله کې د پېښور ښار د کرنې انسټېټیوټ ۸ زده‎کړیالان او د دغه انسټېټیوټ یو مسوول د وژل شویو په ډله کې دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک، د دغه برید پړه منلې ده.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ پر بنسټ، بریدګرو ښځینه جامې اغوستې وې او ودانۍ ته له ننوتو  سره جوخت په روزنیز مرکز یې ډژې وکړې.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې ۴ بریدګر وژل شوي، خو د چاڼ عملیات دوام لري.  

شریک یي کړئ