Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په څو هېوادونو کې د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو د الوتنو بندون

په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ دوو الوتکو د نسکورېدو له کبله یو شمېر هېوادونو د دې شرکت د الوتکو الوتنې بندې کړې دي.

له دې ډلې انګلیس، چین، آسترالیا، سویلي افریقا او ارجنتاین لومړني هېوادونو وو چې د یادې الوتکې کارول یې منع کړل.

همداراز له دې پرېکړې وروسته یو شمېر اروپايي هېوادونو ایرلند، آلمان ، ایتالیا، اتریش او هالند هم د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتنې ودرولې.

امارات، ترکیه، هند او عمان هم له هغو هېوادونو دي چې د د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو د نه کارونې پرېکړه یې کړې ده.

اوس مهال امریکا او کاناډا دوه هغه هېوادونه دي چې ډېرې د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتکې کاروي.

له بلې خوا د بوئینګ شرکت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  دا شرکت نشي کولی د شته مالوماتو  پر اساس د الوتکو د نه  کارولو حکم وکړي.

په داسې حال کې چې بوئینګ شرکت هڅه کوي خپلې الوتکې امنې ښکاره کړي، خو دا اوونۍ یې د امریکا بورس بازار کې اسهام ۱۱ سلنه راښکته شوي دي.

دا په اسې حال کې ده چې روانه اوونۍ کې د ایتوپیا دولتي شرکت د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو چې کنیا ته پر لاره وه نسکوره شوه او ۱۵۷ تنه سورلۍ یې ووژل شوه.

په داسې حال کې چې بوئینګ شرکت هڅه کوي خپلې الوتکې امنې ښکاره کړي، خو دا اوونۍ یې د امریکا بورس بازار کې اسهام ۱۱ سلنه راښکته شوي دي

شریک یي کړئ