Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په یمن کې یوه هوايي برید ۲۶ تنه وژلي

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوايي ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې ۲۶ تنه وژل شوي دي.

یمني چارواکي وايي چې دغه برید د دغه هېواد د حدیدې ښار د کب پلورو په یوه بازار کې شوی چې په لسګونه تنه یې هم ټپيان کړي دي.

په همدې حال کې د ایتلاف ځواکونو ویاند د دغه برید پړه نه مني. هغه وايي چې برید د حوثي بلواګرو له خوا شوی دی.

له دې وړاندې مرستندویه بنسټونو هم ویلي وو چې دغه برید د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف له خوا ترسره شوی دی.

دغو بنسټونو د دغې پېښې د ټپيان شمېر پنځوس تنه ښودلی دی.

له دې ټولو سره ملګرو ملتونه، په یمن کې د ښکېلو لورو په منځ کې د اوربند د ټینګښت په لټه کې دی.

سعودي عربستان، عربي متحده امارات او په یمن کې سني مذهبه متحدان چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي، څه باندې درې کاله کېږي چې له حوثیانو سره چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، په جګړه دي.

حوثي بلواګري، د صنعا ښار په شمول د یمن ډېری شمالي سیمې یې تر کنټرول لاندې دي.

شریک یي کړئ