Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوتین د امریکايي ډیپلوماټانو له بهر کېدو څخه لاس په سر شو

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ،له روسیې څخه د امریکايي ډیپلماټانو د نه بهر کېدو له امله د دغه هېوا له ولسمشر ولادمیر پوتین له پرېکړې څخه ستاینه وکړه.

ښاغلي ټرامپ د خپل ټوېټر په پاڼه لیکلي:«د پوتین له خوا ځنډ ستر حرکت!زه تل پوهېدم چې هغه ډېر هوښیار دی.»

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له پوتین څخه غوښتي وو چې له امریکا څخه د روسي ډیپلماټانو له بهر کېدو سره بالمثله کړنه وکړي.

ښاغلي پوتین په یوې خبرپاڼه کې وویل:«موږ د امریکايي ډیپلماټانو لپاره ستونزه نه رامنځته کوو او څوک نه بهر کوو.موږ د نوي کال په لړ کې د هغوی د کورنۍ لپاره د تفریح او استراحت مخنیوی نه کوو.بلکې د ټولو امریکايي ډپیلوماټانو ماشومان د نوي کال د جشن لپاره کرملین ته رابولو.»

پوتین زیاته کړه چې هېڅکله ځان د امریکا تر کچې نه ټیټوي ترڅو د بارک اوباما په غچ اخیستونکي اقدام کې امریکايي ډیپلماټان بهر کړي.پوتین وویل چې د امریکا د دغې کړنې په ځواب کې نورې طرحې لري.

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې د دې سربېره چې مسکو له دغه حق څخه برخمن دی چې د روسیې پر ضد د امریکا د بندیزونو په ځواب کې ګامونه پورته کړي.

پوتین وویل چې په دې اړه د ټرامپ اقداماتو ته په تمه دی ترڅو وګوري چې ټرامپ په دې هکله څه کوي.

په پای کې ښاغلي پوتین اوباما او ټرامپ ته د نوي کال مبارکي ورکړه.

شریک یي کړئ