Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پيونګ‎یانک کې د دوو کوریاو د مشرانو د ناستې په اړه غبرګون

د سويلي کوریا ولسمشر، مون جي د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د لیدنې په پار پیونګ یانګ ته سفر کړی دی.

د سويلي او شمالي کوریاو د مشرانو د ناستې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د شمالي کوریا د اټومي وسلو ختمول دي.

په همدې حال کې د دغو دوو مشرانو ناسته د سیول د اوسيدونکو له بيابيلو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د سويلي کوریا یو شمېر اوسيدونکو په سیول کې د دغې ناستې په غبرګون کې لاریون کړی وو.

اعتراض کوونکی، لی وونګ ګېل وايي:‎« دا به د خندا وړ وي که وویل شي کیم جونګ اون بدل شوی، ځکه چې هغه نه بدلېږي. د شمالي کوریا د اوسېدونکو د بشري حقونو له مسلې پرته، د دغه هېواد بې اټومي کولو  ته پاملرنه بې مانا خبره ده.»

 بل خوا د سیول یو شمېر اوسېدونکي دا ناسته د دواړو هېوادونو په ګته بولي.

سوداګر، جیونګ سونګ وايي:‎«د سوېلي کوریا د یوه اوسېدونکي په صفت، زه له دغې ناستې خوښ یم،

که څه هم تر دې وړاندې ترسره شویو ناستو د پام وړ پایلې نه درلودې، خو هیله من یم چې له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه کارونه ترسره شي.»

سرتېری، سونګ یونګ جي زیاتوي:« کله چې ولسمشر مون له پیونګ یانګ نه لیدنه کوي، هیله لرم چې کیم جونګ اون هم سیول ته سفر وکړي. که د دواړو کوریاګانو ترمنځ ناسته په ښه توګه ترسره شي، زه هیله من یم چې دواړه هېوادونه به متحد شي او اقتصادي اړیکې به یې پیاوړې شي.»

 دا شمالي کوریا ته د سوېلي کوریا د ولسمشر لومړی سفر دی.

تر دې وړاندې د دغو هېوادونو مشرانو د شمالي او سوېلي کوریاګانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې له یو بل سره لیدلي وو.

ټاکل شوې د سوېلي کوریا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ خپل هېواد ته ستون شي.

له دې وړاندې د دغو هېوادونو مشرانو د شمالي او سويلي کوریا ترمنځ په سرحدي سیمو کې له یو بل سره لیدلي وو

شریک یي کړئ