Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځانمرګي برید کې د پاکستان پارلمان ته د یوه نومان وژنه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو نوماند، اکرام‎الله ګنداپور د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

نوموړي تر څو ساعتونو له سخت ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنیتي بنسټونو د ټاکنو لپاره د نوماندانو ته د مخامخ امنیتي ګواښ خبرداری ورکړی وه.

د پاکستان پارلماني ټاکنو ترسره کېدل په داسې حال کې نېږدې کېږي چې یو شمېر غیر قانوني ډلو ځانونه نومان کړي او یا هم له نورو ګوندونو ملاتړ کوي.

د "جماعت الدعوه" ډله چې مشر یې «لشکر طیبه» بنسټ اېښودونکی، حافظ سعید د ټاکنو ته د نوماند کېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې او اوس مهال یې یو شمېر ګوندونه د هغه پلویان دي.

حافظ سعید د امریکا متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري ترهګر پېژندل شوی دی.کله چې د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغه  د ملي مسلم لیګ ګوند په ټاکنو کې د یوه رسمي ګوند په توګه و نه پېژانده نو د لشکر طیبه بنسټګر د تحریک الله اکبر ګوند ته مخه کړه.

د پاکستان ټاګنو ته د تابیاو په بهیر کې د حافظ سعید ګډون ته په کتو د دغه هېواد د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران په ټاکنو کې د ترهګرو ګډون د پوښتنې وړ بولي.

د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید د هند د ممبي ښار د ۲۰۰۸ کال په بریدونو کې چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وو، تورن شوی دی.

امریکا د سعید پر نیولو او یا هم وژل کیدو ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې ده، خو نوموړی تراوسه له هغه پاکستاني ګوند نه ملاتړ کوي چې د دغه هېواد  پارلماني ټاکنو ته یې ۲۶۰ نوماندان درولي دي.

د پاکستان پارلماني ټاکنو ترسره کېدل په داسې حال کې نېږدې کېږي چې یو شمېر غیر قانوني ډلو ځانونه نومان کړي او یا هم له نورو ګوندونو ملاتړ کوي

شریک یي کړئ