Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین د ټرمپ او کیم جونګ اون د دريځ په نرموالي ټينګار کوي

د چین ولسمشر شي جین پینګ د ارمریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون څخه غواړي چې خپلو خبرو ته پام وکړي.

 د چین ولسمشر له ټرمپ او اون څخه غواړي چې له هغو خبرو څخه ډډه وکړي چې وضعیت کړکېچن کوي.

د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالتونو تر منځ له لفظي ترینګلتیاوو وروسته چین له دواړو هېوادونو غوښتې په خپلو خبرو او اقداماتو سره اوسنۍ وضعیت ترینګلی نه کړي.

 د چین د رسنیو په وینا د دغه هېواد  ولسمشر د کوریا ټاپو وزمې د کړکېچ پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.

د چین سي سي ټي وي اعلان کړی:«چې د چین ولسمشر وویل چې ټول ښکېلې خواوې باید زغم ولري او له پارونکو کارونو لاس واخلي ؛ دویمه خبره داچې د کوریا اټومي پروګرام باید د خبرو او سیاسي فشارونو له لارې ودرول شي.»

 دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا شمالي کوریا ته خبرداری ورکوي .

 شمالي کوریا ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د ګوام ټاپو پر لور به څلور توغندي وتوغوي.

ډونلډ ټرمپ د خلکو اندېښنو ته ځواب لري.

هغه وویل:«احساس کوم چې د ګوام خلک به خوندي وي؛ باور وکړئ ؛ که ګوام ته زیان ورسېږي، شمالي کوریا به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.»

له دې ډلې روسیې  هم د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د اختلافونو د کموالي غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ډاګه کړه:«کله چې د جګړې خبره تر منځ وي، څوک چې د خطر له کرښې یو ګام شاته ایږدي، ځواکمن او هوښیار دی، هیله من یم چې همداسې وشي.»

 شمالي کوریا وایي هغه توغندي به چې د ګوام ټاپو پر لور وتوغوي د جاپان له آسمانه تېر شي.

 له همدې امله جاپان د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې  د توغندويي ډال درې دستګاوې ځای پر ځای کړې دي.

 شمالي کوریا ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د ګوام ټاپو پر لور به څلور توغندي وتوغوي. له دې ډلې روسیې  هم د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د اختلافونو د کموالي غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ