Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډونلډ ټرمپ تر راتلوونکې یوې میاشتې له کیم جونګ اون سره لیدنه کوي

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم‎جونګ اون تر راتلوونکې یوې میاشتې به له یو بل سره لیده کاته وکړي.

ټرمپ په خپل ټېوټر پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې ده چې د شمالي کوریا له ولسمشر سره د جون په ۱۲ مه وویني.

ټاکل شوې ده چې دغه تاریخي لیدنه په سینګاپور کې ترسره شي.

دا کار شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو له سفر وروسته ترسره کېږي.

پومپیو تېره ورځ له شمالي کوریا څخه بیرته راستون شو او په دغه هېواد کې درې زنداني امریکايي وګړي یې هم له ځان سره امریکا ته راوستل.

ډونلډ ټرمپ، په خپله د دغو امریکايي وګړو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته تللی وه.

دغه درې امریکايي وګړي، په شمالي کوریا کې د جاسوسۍ په تور زنداني شوي وو.

د شمالي کوریا مشر هڅه کوي ترڅو له بهرنیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي؛ موده وړاندې په یوې تاریخي پېښه کې سوېلي کوریا ته یې سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې ولیدل.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټېوټر پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې ده چې د شمالي کوریا له ولسمشر سره د جون په ۱۲ مه وویني.

شریک یي کړئ