Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یمن کې د لوږې د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګري ملتونه په یمن کې د لوږې کړکېچ او ناوړه وضعیت اندېښمنونکی بولي او وايي که له دې ځپلو خلکو سره لازمه مرسته ونه شي بحران به لا ‌ډېر شي.

د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وايي چې اوس په یمن کې مېلیونونه کسان د لوږې له خطر سره مخ دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند، هرو ورشوئل وايي: «اوس په نړۍ کې یمن د لوږې له ناوړه وضعیت سره مخ دی، له جون میاشتې راهیسې په حدیده کې ۵۷۰زره تنه د کور پرېښودو ته اړ شوي دي. د دې تر څنګ د اسعارو بيې هم را ټیټې شوې دي او د لومړنیو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي او د تېر کال په پرتله درې برابر شوې دي.»

دغه پروګرام په حدیده کې د خوړو د نه رسېدو علت دغه ښار کې روانه جګړه بولي.

ورشوئل وویل: «له بده مرغه لکه څو اوونۍ مخکې چې مې وویل، له سپټمبره تر اوسه، په سره بحیره کې ۵۱زره ټنو غله‌جاتو ته لاس‌رسی نه لرو ، لکه څرنګه چې تاسې پوهېږئ زموږ کارخونه په سپټمبر کې تر برید لاندې راغله.»

په ورته وخت کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق وايي چې یمن کې تر یو مېلیون ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د یونسف ویاند کرستوف بولرای وايي: «موږ باید هېر نه کړو چې اوس ۴۰۰زره یمني ماشومان له سختي خوار ځواکۍسره مخ او یو اعشاریه اته مېلیونه نور له خوارځواکۍ سره مخ کېدونکي دي. زه چې کله په ۲۰۱۶ز کې د خوړو په برخه کې یو روغتون ته لاړم، هغه وحشتانک تصویرونه چې اوس يې وینم ما په ۲۰۱۶ز کې لیدلي و.»

په همدې حال کې د حدیده بندر اوسېدونکي وايي ژوند يې هره شېبه له خطر سره مخ ده.

په دې بندر کې یو کب نیوونکی عادل عبدالله وايي: «ښځې دلته د مرګ په وېره کې دي، هر وخت شخړې وینو، زه دروغ نه وایم، موږ سوله او امنیت غواړو.»

په یمن کې څو کلنې جګړې د دې هېواد بېخ‌بناوې سختې زیانمنې کړې دي، ملګري ملتونه وايي په دې جګړو کې ۲۸زره تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او مېلیونونه نور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ