Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه ۱۲ کلن ماشوم د مکسیکو یوه معتبره پوهنتون ته لاره پیدا کړه

یوه ۱۲ کلن مکسیکويي ماشوم، د دغه هېواد یوه معتبره پوهنتون ته لاره پيدا کړه.

کارلوس سنټاماریا ډیاز، د مکسیکو «یونم» ملي پوهنتون ته په ازموینه کې تر بریا وروسته، د دغه پوهنتون روغتیايي فېزیک (بیومېډګیل فېزیک) پوهنځۍ ته لاره پيدا کړه.

دغه ماشوم، په مکسیکو کې ټول حیران کړي دي. هغه له خبریالانو سره په مرکه کې په کلکه د خپل هېواد پر حکومت نیوکه کوي.

هغه وايي:«اوسني حکومت ته زما سپارښتنه دا ده چې د تېرو ولسمشرانو تېروتنې دې نه تکراروي او د پاڅونونو د رامنځته کېدو لامل دې نه شي.»

دغه زده‎کړیال ماشوم، پوهنتون د موجوده پوهې د زده‎کړې لپاره یوازې یو اغېزمن ځای نه بولي او په مکسیکو کې د لیک لوست نظام د بدلون غوښتونکی دی.

ډیاز زیاتوي:«باید د مکسیکو ښوونیز نظام بدلون وکړي او یوازې هغه شی نه وي چې له هغه سره ستاسو مغز ډک کړي. ښوونیز بنسټونه باید یوازې د زده کړې ځای نه وي، بلکې د نویو شیانو د کشف ځای وي.»

که‎څه هم کارلوس اوس په یوه معتبره پوهنتون کې زده کړې کوي خو هغه د نوروماشومانو په توګه لوبې خوښوي.

هغه وویل:«زه هغه لوبې چې ټول ماشومان ورسره مینه لري خوښوم. فوټبال زما د خوښې لوبه نه ده خو زه فوټبال کوم.»

د کارلوس کورنۍ وايي پر هغه ویاړي او غواړي چې د هغه بریاوې دوام پيدا کړي.

د کارلوس مور ارسلیا ډیاز وايي:«هره مور چې وي ډېر ښه احساسات به ولري او پر کارلوس به وویاړي. موږ د هغو کارونو په تمه یوو چې هغه به یې ترسره کړي.»

کارلوس چې نهه کلن وه د دغه پوهنتون د کېمیا، بیولوژي او بیوشیمي په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی وه. د یونم پوهنتون چارواکي وايي چې دغه ماشوم به، یو عادي زده‎کړیال وي او هغه ته به ځانګړی امتیاز ور نه کړل شي.

د یونم پوهنتون وايي چې کارلوس، د دغه پوهنتون په تاریخ کې تر ټولو ځوان زده کړیال دی.

شریک یي کړئ