Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تور نوملړ کې د جیش محمد د نه شاملېدو لپاره د چین هڅه

چین وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، تور نوملړ کې د جیش محمد د مشر د نوم د شاملولو لپاره له بېلابېلو خواوو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

هند وړاندیز کړی چې د پاکستاني ترهګرې ډلې جیش محمد د مشر نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې شامل شي خو چین چې د پاکستان نېږدی ملګری دی،  تراوسه د دغې غوښتنې مخنیوی کړی دی.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ د امنیت په شورا کې د دې مسلې پر سر پرېکړه وشي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا تر اوسه تور نوملړ ته د پاکستاني ترهګرې ډلې جیش محمد د مشر «مسعود ازهر» د نوم پر ورزیاتولو هوکړې ته رسېدلې نه ده.

چین چې د پاکستان نږدې ملګړی دی وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې د جیش محمد ډلې د مشر د نوم پر زیاتولو د  خبرو غوښتونکی دی،  خو چین په دې کار کې څه موخه لرلای شي؟

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چونګ په دې اړه وویل:«له دې کار څخه زموږ موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو زر او ۲۶۷ کمېټې د واک او اعتبار خوندي ساتل دي. دا کار د امنیت شورا د هوکړې پر بنسټ شوی چې دا په خپله زموږ مسوولیت ښيي. چین له ټولو خواو سره خبرو او د کمېټې د قوانینو عملي کېدو ته دوام ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې هند په تور نوملړ کې د مسعود ازهر د نوم د راوستو غوښتنه کړې وه، خو چین د هند او بیا د امریکا له همدې غوښتنې سره مخالفت وښود.

چین په تور نوملړ کې د جیش محمد د نوم د راوستو په اړه تر پنجشنبې د خبرو مهلت غوښتی، خو دا لا روښانه نه ده چې چین به په نویو لارو چارو سره وکړای شي د دغه کار مخه ونیسي که نه؟

بلخوا چین د کاتالونیا د خپلواکۍ د مسلې پر سر د اسپانیا له مرکزي حکومت څخه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي چونینګ په دې اړه زیاته کړه:«موږ په دې باور یوو چې دا د اسپانیا کورنۍ مسله ده خو د ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په پار د اسپانیا له هڅو ملاتړ کوو. موږ له اسپانیې څخه د کتالونیا له بېلوالي اود قانون حاکمیت له ماتولو سره مخالف یوو.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، اسپانیا  او چین دوه ملګري هېوادونه دي او د متقابل درناوي پر بنسټ به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي خو د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنې نه کوي.

شریک یي کړئ