Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو: سعودي چارواکو د خاشقجي قضیه کې د پلټنې ژمنه وکړه

د سعودي حکومت د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قضيې په اوږدو کې د امریکامتحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سعودي ته لاړ او له سعودي چارواکو سره يې ولیدل.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د سعودي له ولیعد محمد بن سلمان سره يې تلیفوني خبرې کړې او ټينګار يې کړی چې د خاشقجي په اړه معلومات نه لري.

پومپیو چې له سعودي چارواکو سره له لیدنې وروسته ترکيې ته خوځېدلی، ویلي د خاشقجي د دوسيې په اړه يې بشپړې خبرې کړې دي.

پومپیو زیاتوي: «موږ دا فرصت درلود چې د شاه سلمان، ولیعهد محمد بن سلمان، د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په ګډون له لوړپوړو سعودي چارواکو سره وګورو، له هر یوه سره مې د خاشقجي پر دوسیه د پوره تحقیقاتو ټينګار وکړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي سعودي چارواکو ژمنه کړې چې د خاشقجي د ورکې عاملان به پیدا کوي.

پومپیو وویل: «هغوی ژمنه وکړه، هر چا چې غلطي کړې وي، مسوول به يې پېژندل کېږي، حتی که لوړپوړی چارواکی وي هم.»

د جمال خاشقجي له ورکې دوه اوونۍ تېرېږي چې ترکي چارواکي ټينګار کوي، دوی داسې اسناد موندلي دي چې هغه د سعودي قونسلګري کې وژل شوی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور پر اساس سعودي حکومت غواړي د دې هېواد د استخباراتو د مرستیال او د محمد بن سلمان یو سلاکار په ګډون ځینې چارواکي د دې کار مسؤلین معرفي کړي.

خو په دې اړه سعودي حکومت څرګنده تبصره نه ده کړې.

په ورته وخت کې ځينو امریکايي سوداګرو هوډ کړی، په ریاض کې د کېدونکې پانګونې ناستې نه ووځي.

یو سوداګر میخایل پوسنر وايي: «فکر کوم دا سم تصمیم دی، حدس وهم چې د لویو سوداګرو تر منځ د پام وړ خبرې شوې دي، دوی د عربستان په اقتصاد کې لویه ونډه لري.»

په همدې حال کې یو جمهوري غوښتونکی امریکايي سناتور پر دې باور دی چې جمال خاشقجي د عربستان د ولیعهد له لوري وژل شوی دی.

هغه زیاتوي: «ما تل له سعودي عربستانه دفاع کړې، زموږ ښه متحد دی، دلته د یو فرد او یو هېواد تر منځ توپیر دی، زما له نظره محمد بن سلمان د سعودي ولیعهد ډېر مضر دی، ځکه هغه هیڅکله د نړۍ په سطحه یو نړیوال رهبر نه شي کېدلی.»

جمال خاشقجي چې د سعودي حکومت منتقد خبریال و، دوه اوونۍ وړاندې په ترکیه کې د سعودي قونسلګرۍ ته ننوت، چې وروسته يې درک معلوم نه شو.

ترکي سرچینې وايي د دوی تازه پلټنو ښوودلې چې جمال خاشقجي د سعودي په قونسلګري کې وژل شوی دی، ترکي چارواکي وايي اوس غواړي په ترکیه کې د عرب قونسل کور هم وپلټي.

شریک یي کړئ