Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړی دفتر تړي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړې استازي خپل دفتر پرېښود.

داسې اټکل کېږي چې ښایې امریکا به د خپل ځانګړې استازي‎، لارل مېلر دا دنده له منځه یوسي.

د امریکا ځانګړې استازولۍ دفتر سرپرست او مرستیال تېره ورځ(جمعه د چنګاښ۲مه) خپل دفتر پرېښی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دفتر په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې د پخواني ولسمشر، بارک اوباما لخوا رامنځه شو، او نامتو ډپلوماټ، ریچارد هُلبُروک یې د مشر په توګه وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې وزارت ځانګړي استازي دفتر د برخلیک په اړه پرېکړه نه ده کړې.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان،پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دفتر تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې دفتر یو شمېر چاواکو د تړل کېدو خبره کړې ده

شریک یي کړئ