د کندهار میوند ولسوالۍ کې ماین چاودنې د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون د ۵ ملکي کسانو ژوند واخیست.
د کندهار سیمه ییز مسوولیت وايي چې پېښه تېره شپه(چهارشنبې د لړم په۷مه نېته) شوې او له کبله یې یو ملکي کس ټپي هم دی.
د کندهار د والي ویاند، جمال بارکزی وايي پېښه تېره شپه سرکاریز سیمه کې پر زرنج موټر د ترهګرو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله شوې ده.
د ماین اېښودو مسوولیت چا نه دی منلی.