Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي روغې جوړې عالي شورا د اسټانبول غونډې لپاره یوه طرحه جوړوي

د ملي روغې جوړې عالی شورا د اسټانبول غونډې لپاره یوه طرحه جوړوي.

د دغې شورا د رهبرۍ یوه غړې وايي، دوی  د امریکا له لورې د سولې په مخې ته شوې طرحه کې  ځینې بدلونونه راوستي او تعدیل شوې بڼه به یې د ترکیې غونډې ته وړاندې کړي. وایي راغلي بدلونونه د فقې پر شورا، د راتلونکي حکومت د جوړښت پر څرنګوالي، د ښځو پر حقونو او اوربند ورټول دي.

بل خوا د حزب اسلامي په ګډون ځينې ګوندونه هم د ترکیې په غونډه کې د سولې لپاره د جلا طرحې د مخې ته کولو تکل لري.
           
د حزب اسلامي د مشرتابه غړي همایون جریر وویل:«د هېواد څو اغېزناک ګوندونه چې ټاکل شوې ده د ترکیې په کنفرانس کې حضور ولري له یو بل سره په ګډه کار کوي چې نظرونه یې سره نږدې شي.»

که څه هم تر دې وړاندې ځينو حکومتي سرچینو له وخته د مخکې ټاکنو په هکله د حکومت د طرحې خبره کړې وه، خو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي د ترکیې په غونډه کې تر وخت د وړاندې ټاکنو خبره د حکومت طرحه نه ده.

د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګنده کړه:«دا اصلاً ښه کار نه دی او د ټولو ذهن مخشوش کوي. تر ټولو غوره طرحه هغه طرحه ده چې په یوې پاڼه کې لنډ مهالی حکومت او اوربند وي.»

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ وايي:«دا اصلاً ښه کار نه دی دا د دې ښودنه کوي چې موږ تراوسه په خپل منځ کې هوکړه نه ده کړې؛ نو له طالبانو سره به څنګه هوکړې ته ورسېږو.»

حکومت وایي چې له ټولو طرحو به یوه واحده طرحه جوړه شي او د استانبول په غونډه کې به د جمهوریت په استازولۍ مخې ته کړای شي.
 
بل پلو افغان سیاستوال وایي چې د ترکیې غونډه به د افغان سولې لپاره برخلیک ټاکونکې وي.

د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ څرګندوي:«هیله لرو چې دا غونډه ښه پایله ولري او د دغې غونډې توپیر دا دی چې په هغې کې د لوړې کچې اشخاص او یا هم پرېکړه کوونکي کسان ګډون کوي.»

حکومت دا هم وایي که چېرې د ترکیې په غونډه کې د طالبانو باصلاحیته غړي ګډون وکړي، نو دغه غونډه به نتیجه ولري.

د حزب اسلامي په ګډون ځينې ګوندونه هم د ترکیې په غونډه کې د سولې لپاره د جلا طرحې د مخې ته کولو تکل لري.

شریک یي کړئ