Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال بانک: په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پېلېږي

نړۍوال بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پېلېږي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې په پاکستان، تاجیکستان او قرغېزستان کې د دغې پروژې چارې نږدې بشپړېدونکي دي. 

د خبرپاڼې له مخې، یادو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې هم د دغې پروژې کارونه بېرته پېل شي، څو یاده پروژه په یوې درول شوې شتمنۍ بدله نه‌شي.

نړۍوال بانک په راپور کې راغلي:«کاسا زر، د یو اعشاریه دوه مېلیارده ډالرو په ارزښت، د سیمې په کچه یوه پروژه ده چې د افغانستان له لارې د تاجیکستان او قرغېزستان پاکه انرژي پاکستان ته ولېږدوي.»

کاسا زر پروژه، د قرغېزستان او تاجیکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي. پاکستان به له دغې پروژې زر مېګاواټه او افغانستان به ترې درې سوه مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي او افغانستان به په کال کې ۵۰ مېلیونه ټرانزیټ حق هم اخلي.

د برېښنا شرکت پخواني رییس، امان‌الله غالب وویل:«د برېښنا سربېره، افغانستان کولای شي له کاسا زر پروژې د برېښنا لینونو سربېره له تېرېدونکي انټرنېټ له لین څخه هم ګټه واخلي. پروژه په ټوله کې ۱۵ کاله ده چې قرغېزستان او تاجیکستان پر پاکستان برېښنا پلوري او له ۱۵ کلونو وروسته هر هېواد له تاسیساتو کار اخیستلی شي.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت وايي اسلامي امارت د کاسا زر پروژې بیا پېل ته چمتو دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم وویل:«د کاسا زر پروژه یوه مهمه پروژه ده. اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د دغې پروژې ملاتړ ته چمتو ده. له ډونرو بنسټونو مو غوښتنه ده چې د دغې پروژې ملاتړ وکړي او هیله من یم چې دغه پروژه به ژر تر ژره پېل شي.»

د کاسا زر پروژه د امریکا د پراختیايي ادارې او نړۍوال بانک له لوري تمویلېږي؛ خو اوس دغه دواړه بنسټونه کاسا زر پروژه نه‌تمویلوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه