Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې قصاص حکم پلي کولو ته د امریکا غبرګون

په هېواد کې د قصاص د حکم پلی کېدو ته د غبرګونونو په دوام دا ځل د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له لوري په عام محضر کې د قصاص حکم پر پلي کېدو نیوکه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په هېواد کې د قصاص حکم پلي کول تاوتریخوالی ګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر وویل: « موږ دا عامه اعدامونو غندنه کوو. دا د هغه وحشت بله نښه ده چې افغان حکومت یې خپلو خلکو ته ښيي.»

خو اسلامي امارت وایي چې د قصاص حکم د اسلامي قوانینو له مخې پلی کیږي او له هېوادونو غواړي، چې اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وویل: « قصاص یو الهي او شرعي حکم دی او د شرطونو په پوره کېدو سره اسلامي واکمن د دې د پلي کېدو حکم ورکوي او پلي کول یې پر اسلامي نظام واجب دي.»

دیني عالم، عبدالرحمان عابد هم وویل: « دا د اسلامي امیر او واکمن مسوولیت دی چې په ټولنه کې عدالت او برابري رامنځته کړي؛ عدالت او برابري تر هغو نه رامنځته کیږي چې له ظالم څخه د مظلوم حق وانه خیستل شي او قصاص په حقیقت کې له ظالم څخه د مظلوم د حق اخیستل دي.»

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د قصاص حکم تطبیق سره مخالفت ښودلی و او دا يې یو نامناسب عمل بللی وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه