په فراه ولایت کې پر ملکیانو د امنیتي ځواکونو د ډزو په تړاو تر ادعاوو وروسته، د دغه ولایت اوسیدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب برخه کې هڅه وکړي.
د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو تر منځ شخړه په تاوتريخوالي واوښته.
یو شمېر کسان ادعا کوي، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو د جګړې د یوه لوري پر پلوۍ پر دوی ډزې کړې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان دي.
د فراه اوسېدونکي، محمد داوود د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې دغه موضوع د خبرو او سولې له لارې حل کړي، دا کومه لار چې دوی بنده کړې وه دا سم کار نه و.
د فراه اوسېدونکي، احمد بیا و ویل: له خلکو مو دا هیله ده چې خپلې ستونزې د خبرو اترو او سپین ږیرو او قومي مشرانو په واسطه حل کړي او که هغه نه کېده بیا دولت شکر الحمدالله لرو، بیا دې د اسلامي امارت له خوا حل کړي.
خو د فراه سیمه ییز مسوولین هغه ادعا چې ګواکې امنیتي ځواکونو د یوه لوري پر پلوۍ پر بل لوري ډزې کړې، ردوي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې مخه نيولې ده.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالحی سباوون په دې تړاو و ویل: له دې وروسته امنیتي ځواکونه، محلي امنیتي ځواکونه او له مرکز څخه د علماو شورا او امربالمعروف پلاوی ورغلی دی، چې ستونزه د اوس لپاره نشته او مشکل حل دی.
د فراه بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي د دوو ډلو ترمنځ د دوشبنې په ورځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوه، چې ورپسې د فراه - هرات تر منځ غځېدلی سړک هم د څو ساعتونو لپاره تړلی شوی و.
په دې اړه مو اندونه