Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲اوونیو کې ۳۲ماشومان د ماشومانو روغتیا روغتون کې مړه شوي دي

د ماشوم د روغتیا روغتون چارواکي تائیدوي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دې روغتون کې ۳۲ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي په دې روغتون کې د ورځې د څه د پاسه ۵۰۰ ناروغو ماشومانو درملنه کیږي، خو امکانات یې کم دي. د دې روغتون په ډېری بسترونو کې دوه ناروغان بستر دي.

د دې روغتون رئیس، نورالحق یوسفزی وايي چې په دې روغتون کې د ورځې یوازې د ۳۵۰ ماشومانو د درمنلې امکانات شته، خو په ولایتونو کې د ډاکټرانو نشتوالي له کبله د ورځې ۵۰۰ناروغ ماشومان مراجعه کوي.

دی وړاندې وايي:«۳۲ تنه تلفات لرو چې د مراجعینو شمېر کچې په پام کې نیولو سره ده. لامل یې دا دی چې موږ له لیري پرتو سیمو مراجعین زیات لرو.»

همداراز د دې روغتون ډاکټر، نواب څرګندوي:«مراجعین زیات دي، خو بستروه او ماشینونه کم دي، موږ اړو یوو چې په یوه بستر کې دوه تر درې ناروغان څملوو.»

یو شمر هغه کسان چې ماشومان یې په نوموړي روغتون کې بستر کړي وايي ځینې ماشومان د امکاناتو د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د ماشومانو روغتیا روغتون چارواکي وايي چې دا روغتون د ۳۵۰ ماشومانو د درملنې ظرفیت د ورځې لري، خو دوی ته د ورځې ۵۰۰ ناروغان مراجعه کوي

شریک یي کړئ