انتصابي سناټور شیر محمد اخندزاده او د سیمهییزې حکومتوالۍ په چارو کې سلاکار احمدالله عليزی،د لویې دودیزې جرګې د ترسره کېدو د ملاتړ له امله، له دندو ګوښه کړل شوي دي.
شیر محمد اخندزاده چې د مشرانو جرګې په ډېریو غونډو کې، د لویې جرګې د ترسره کېدو غوښتونکی وه، نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه چې حکومت په همدې دلیل هغه له دندې کوښه کړی دی.
خو د هغه په باور، د حکومت دا کار ناقانونه دی.
ښاغلي اخندزاده په دې اړه وویل:«زه مشرانو جرګې ته ځم،زه د مشرانو جرګې غړی یم؛ زما لیرې کول زما لپاره د منلو وړ نه دي، د قانون لپاره هم د منلو وړ نه دي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د والیانو ټولنې یو شمېر غړي سره راغونډ شوي او د هېواد وضعیت کړکېچن بولي، دوی د دغو ستونزو د هوارۍ لار د دودیزې لویې جرګې جوړېدل ګڼي.
د افغانستان د والیانو د ټولنې مشر عبدالجبار تقوا څرګنده کړه:«زموږ یو وړاندیز دا دی چې دودیزه لویه جرګه د نورو کلیمو، جملو او ټاکنو په پرتله چې ذکر شوي کاروړې ده.»
له څه مودې راهیسې د هېواد د یو شمېر سیاستوالانو لخوا د دودیزې لویې جرګې د جوړولو غوښتنه کېږي.
د ولسمشر پخوانی سلاکار احمدالله عليزی هم ادعا کوي چې د حکومت پر کړنو د نیوکې او د دودیزې لویې جرګې د ملاتړ له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.
له بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ د لړم په ۲۴ نېټه په یوه اعلامیه کې د اساسي قانون لویه جرګه د خلکو د ارادې بېلګه ووبله خو دودیزه لویه جرګه یې د هېواد له اساسي قانون سره سمه ونه بلله او حکومتي کارکوونکو ته یې ګواښ ورکړ چې په ناقانونه بهیرونو کې دې له ګډونه ډډه وکړي.
حکومت د اساسي قانون د لویې جرګې پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي خو پر حکومت نیوکه کوونکي په اوسنیو شرایطو کې د اساسي قانون د لویې جرګې جوړېدل ناشوني بولي او د دودیزې لویې جرګې په جوړېدو ټینګار لري.