د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د پاکستان پر دوهګونو سیاستونو له نیوکې سره وايي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره باید له نیابتي ځواکونو کار وانه خلي.
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني او برتانیې ځانګړو استازو او همداراز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د سولې په اړه د طلوع نیوز په خپرونه کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار سیاسي حل لاره بولي.
د جرمني ځانګړی استازی طالبانو ته وایي اوس د خبرو وخت رارسېدلی دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمي ځانګړی استازی مارکس پوټزل وویل:« ولسمشر غني د سولې د وړاندیز لپاره لیک برابر کړی، هغه به طالبانو ته د سولې لاس اوږد کړي، زه یوازې طالبانو ته غږ کولای شم چې دا لاس ونیسي او د خبرو مېز ته راشي ځکه اوس یې وخت رارسېدلی دی.»
په دغه خپرونه کې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د پاکستان رول هم مطرح شو.
د افغانستان او پاکستان لپاره د برېټانیې ځانګړی استازی ګرټ بېلي هم څرګنده کړه:« زه غواړم ووایم په دغه سیمه کې هېڅ دولت باید ترهګرو ته پناه ورنهکړي، د سیمې هېڅ دولت باید داسې کار ونهکړي چې سولې ته د رسېدو لارې ته زیان ورسوي.»
په دې لړ کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي د افغانستان په اړه تراوسه د پاکستان تګلاره نه ده بدله شوې.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په ډاګه کړه:« موږ له پاکستانه یوه غوښتنه لرله او هغه دا وه چې له افغانستان سره د یوه دولت په توګه چلند وکړي، که تاسو قانوني غوښتنې لرئ له دولت سره خبرې اترې وکړئ ترڅو مو قانوني غوښتنو ته پاملرنه وکړي خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره له نیابتي ځواکونو کار مه اخلئ.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي افغانستان تراوسه د هېڅ داسې ستراتیژيک بدلون احساس نه دی کړی چې پاکستان دې په افغانستان کې د نیابتي ځواکونو د کارولو د مخنیوي لپاره کوم کار کړی وي او د دغه حکومتي چارواکي په وینا پاکستان په پرلهپسې توګه له دغو ځواکونو کار اخلي.