د ایران حکومت وايي چې د ۶ کلنې افغان کډوالې ستایش قریشي وژونکی نن اعدام شوی دی.
د ستایش مدافع وکیل، وايي چې د ستایش قریشي د وژونکي د اعدام حکم، نن (پنجشنبې، د مرغومې په ۱۴ مه) د رجايي په زندان کې اجرا شو.
ستایش قریشي، د ۱۳۹۵ لمریز کال د وري په ۲۱ مه، د یوه ۱۷ کلن ایراني له خوا چې په رسنیو کې هغه د (امیر حسین) په نوم یاد شوی دی، د ایران په اړونده سیمه ورامین کې لومړی تښتول شوې او وروسته پرې جنسي تېری کړی او په مړي یې تېزاب پاشلي دي.
یو کال مخکې د ایران عالي دیوان د امیر حسین د اعدام حکم تایید کړی وه.
په ایران کې د دغې افغان کډوالې وژلو، په ټولنیزو شبکو او د افغانستان په لویو ښارونو کې ډېر غبرګونونه له ځان سره لرل.
په هغه وخت کې د هرات، مزارشریف، کابل او د افغانستان د ځینو نور ښارونو اوسېدونکو د دغه قتل په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی وه.