د هرات ولایت سیمهييز چارواکي نن( دوشنبې د زمري۲۳مه) واييچې ناپېژاندو وسلهوالو د دې ولایت د ټرافیکو مدیر، غلام دستګیر همایون وژلی دی.
د هرات د پولیسو ویاند، عبدالاحد وليزاده د پېښې په تاییدولو سره څرګندوي چې پېښه تېر ماښام شاوخوا اوه بجې په شیدايي سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، پېښههغهمهال شوې ده چې پر موټر سایکل سپورو دوو وسلهوالو غلام دستګر همایون او ساتونکی یې په نښه کړل.
ښاغلی همایون او ساتونکي یې روغتون تر لېږد وروسته ساه ورکړې.
د هرات د پولیسو چارواکو د پېښې په تړاو د چا نیول کېدو خبره نه ده کړې.
د برید مسوؤلیت هم چا پرغاړه نه دی اخیستی.