Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د ولایتي شورا یو غړی د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی

د هرات ځايي چارواکو نن (سې‎شنبې د لړم په ۱۶ مه) ویلي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی محمد فاضل عفیف جمشیدي نن له غرمې وروسته د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

چارواکو ویلي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هغه د خپل کور په لور روان وه او د هرات د امام فخر رازي په واټ کې د ناپېژانده وسله‎والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

په دغې پېښه کې د ولایتي شورا د دغه غړي یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د هرات د والي ویاند د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې تراوسه د دغه برید عاملان پېژندل شوي نه دي.

په دغې پېښه کې د ولایتي شورا د دغه غړي یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی. د دغه برید عاملان تراوسه نیول شوي نه دي.

Thumbnail

د هرات ځايي چارواکو نن (سې‎شنبې د لړم په ۱۶ مه) ویلي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی محمد فاضل عفیف جمشیدي نن له غرمې وروسته د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

چارواکو ویلي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هغه د خپل کور په لور روان وه او د هرات د امام فخر رازي په واټ کې د ناپېژانده وسله‎والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

په دغې پېښه کې د ولایتي شورا د دغه غړي یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د هرات د والي ویاند د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې تراوسه د دغه برید عاملان پېژندل شوي نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه