Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واورې له وروستي ورښت سره د بې ځایه شویو ستونزې زیاتې شوي

په پلازمېنه کې د سږکال د واورې له لومړي ورښت سره، د هغو په زرګونو کورنیو ستونزې زیاتې شوي دي چې په موقتي سرپناه کې ژوند کوي.

له دې ډلې، هغه کورني بې‎ځایه شوې کورنۍ، چې د کابل ښار په کارته پروان کې په خېمو کې ژوند کوي، وايي په خورا ستونزمن وضعیت کې ژوند تېروي.

هغوی زیاتوي چې د خپلو سرپناوو د تودولو توان نه‎لري.

فوزیه له خپلې کورنۍ سره اوه کاله کېږي چې د خېمې لاندې ژوند کوي. فوزیه وايي هر کال د ژمني په رارسېدو سره د هغوی ستونزې څو برابره کېږي.

هغې زیاته کړه:«تر پرونه مو د سونګ توکي نه درلودل چې ځان پرې ګرم کړو. دوه ماشومان مې د سړې هوا له امله ناورغان دي، خو ډاکټرانو ویلي چې تاوده یې وساته خو څه ډول؟ خوراکي توکي نه‎لرو او د هوا له سړېدو سره ژوند مو ډېر ستونزمن دی.»

د فوزیې خسر معلم خان وایي په داسې حال کې چې په عادي ورځو کې هم ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس د هوا په سړېدو سره یې ستونزې زیاتې شوي.

هغه زیاتوي:«په کندز کې مو ژوند کاوه، اوه کاله مخکې له هغه ځایه دلته راغلي یوو او د دغو خېمو لاندې په ستونزمن حالت کې ژوند کوو.»

په دې سمیه کې له دېرشو زیاتې کورنۍ ژوند کوي.

یو له بې‎ځایه شویو څخه عبدالکبیر وايي:«دیارلس کاله کېږي چې په دغې سیمه کې اوسېږو او هېڅوک زموږ پوښتنه نه کوي. زه په خپله د ښاروالۍ د تنظیف کارګر هم یم، خو معاش زموږ د ژوند لپاره بسنه نه کوي.»

یوازې په کابل کې د بې ځایه شویو له ۵ زیات پنډغالي دي او لسګونه کورنۍ په موقته سرپناه کې ژوند کوي.

د ملګرو متلونو سازمان نوې شمېرې ښيي چې د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه، څه باندې ۳۹۰ زره تنه د په افغانستان کې د جګړو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

له دې ډلې، په ننګرهار کې د بې‎ځایه شویو کسان شمېر ۹۳ زره تنو ته رسېږي چې د هغوی یو ستر شمېر یې د جلال اباد په ښار او کابل کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او د بشرپاله مرستو په تمه دي.

کورني بې ځایه شوې کورنۍ او همدارنګه هغه کسان چې په کابل کې تر خېمې لاندې ژوند کوي، له حکومته غواړي چې د هغوی وضعیت ته دې رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ