ولسمشرغني نن(چهارشنبې) د افغانستان پر وخت دوه بجې د ملګرو ملتونو ۷۲مې عمومي غونډه کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې وویل چې اوس د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو یوه موکه برابر شوې ده او د افغانستان لیرې او نېږدې ګاونډیان باید د ترهګرۍ د ریښو د له منځه وړلو لپاره خپلې لیدلوري بدلې کړي.
نوموړی همداراز زیاتوي چې طالبان به د جګړو له لارې بریالي نشي او اړتیا ده چې دوی خپلې موخې له سیاسي لارو ترلاسه کړي.
ښاغلي غني وړاندې وویل:«زه له پاکستان څخه غواړم چې د امنیت او سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي. موږ دا ثابته کړې چې د خپلې داخلي پروسې له لارې، سولې ته ژمن یوو، زه د افغانستان له نږدې او لرې ګاونډیانو څخه غواړم چې د سولې په برخه کې کابل سره په هر اړخیز بحث کې همکاري وکړي.»
ولسمشر غني طالبانو ته هم پیغام درلود.
ده وویل:«زه طالبانو او د هغو ملاتړو ته دا پیغام رسوم چې دوی نشي کولای د جګړې له لارې بریالي شي، زه د طالبانو له ټولو مشرانو غواړم چې د سولې خبرو ته کیني.»
ولسمشر غني زیاتوي چې د ترهګرو اصلي ریښې د افغانستان له پولې ورهاخوا دي او ترڅنګ یې د فساد پر وړاندې د حکومت له هڅو او له ښۍ حکومتوالۍ څخه خبرې کوي.
ولسمشر وړاندې وویل:«موږد بنسټونو او مالي لړۍ د روڼتیا او همدارنګه په امنیتي برخه کې د فساد د ریښې د له منځه وړ په حال کې یوو.»
ولسمشر په میانمار کې د مسلمانانو د وژلو په اړه خپله اندیښنه وښوده او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې په یاد هېواد کې د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي.
د ولسمشر په خبره افغانستان هم د ډلهییزو ملکیانو د وژل کیدو شاهد و چې د سرپل ولایت په میرزاولنګ دره کې د ملیکانو وژنه یو له هغو پیښو څخه دی.