Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني توریالی عبدیاني یې واقعي اتل وباله

د پکتیا د امنیې قومندان توریالي عبدیاني مړی، نن په ځانګړو مراسمو سره خاورو ته وسپارل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغو مراسمو کې وویل، چې توریالی عبدیانی او هغه سرتېري او افسران چې د سې‎شنبې ورځې په پېښه کې یې ژوند بایللی، د افغانستان رښتیني اتلان دي. ولسمشر وایي، دغه اتلان به کله هم هېر نه شي.

ولسمشر زیاته کړه، چې ترهګر دې کار سره د مرګ پیغام ورکوي، خو دا پیغام به یې افغانستان کې د سولې او ابادۍ پیغام شي.

افغان ولسمشر وویل:«د قومندان صاحب زوی ما ته وویل: زه چا ته پلار غږ کړم؟ ما ورته وویل چې ما ته. هغه یو اتل دی او د هغه اتلولي به هېڅکله هېره نه‎شي.»

توریالي عبدیاني په ۱۳۶۳ لمریز کال د کابل پوځي پوهنتون څخه فارغ او ۳۳ کاله يې د ملي دفاع وزارت عقدتي کنډک په برخه کې د زره دار مرستیال په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه وروسته د کورنیو چارو وزارت عملیاتي برخې ته تبدیل شو چې په دې موده کې يې د کندهار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، د اروزګان، فراه او پکتیا ولایتونو کې يې امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

ولسمشر ترهګریز بریدونه ناورین بولي.

هغه څرګنده کړه:«موږ سوله غواړو، خو تاسو ناورین رامنځته کوئ، خو زموږ علما، خلک او ټول چارواکي په یوه لیکه کې دي موږ وینه نه غواړو تاسې د مرګ پیغام ورکوئ خو مرګ د افغانستان راتلونکی نه بلکې سوله او ابادي زموږ راتلونکې ده.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس برمک په دې اړه وویل:«ښاغلي عبدیاني یو ډېر تجربه لرونکی افسر وه چې کلونه یې په کورنیو او دفاع وزارتونو کې خدمت کړی وه او ځان یې د هېواد د دفاع په لاره کې قربان کړ.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم زیاته کړه:«ښاغلی عبدیاني له ډېرو صادقو او پاکو او تجربه لرونکو افسرانو څخه وه جنت یې نصیب.»

د عبدیاني اولادونو نن ګهیځ (چهارشنبې د تلې په ۲۶ مه) نوي له سفر څخه راغلي وو د پلار له مرګه خبر شول د پلار مرګ ورته د زغم وړ نه وو.

د توریالي عبدیاني پلار په دې اړه وویل:«زه هغو سرتېرو ته چې شپه او ورځ د خلکو او د هېواد په خدمت کې دي او خواږه ځانونه د هېواد په لاره کې قربان وي ویاړم. زموږ هېواد زموږ مور ده او ناروغ دی باید ورته قرباني ورکړو.»

د عبدیاني خپلوان په پرېښانۍ سره د دغه ۵۲ کلن امنیه قومندان جنازه خاورې ته سپاري او د هغه پېژندل شوي کس ژوند پای ته رسېږي چې په ریښتینوالی کې يې نوم درلود.

شریک یي کړئ